اسلام ابا د : د بي بي سي د راپور له مخې د پاکستان بلوچستان ایالت پولیسو د دغه ایالت د پخواني لومړي وزیر نواب اکبر بګټي د وژنې قضیه کې په رسمي توګه د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف نیولی دی.بلوچستان پولیسو له ترهګرۍ ضد محکمې غوښتي، چې تر څو د اکبر بګټی د وژنې دوسیه د اسلام اباد یا راولپنډۍ ترهګرۍ ضد محکمې ته د لېږدولو په باب پرېکړه نه وي شوې، تر هغې دې تورن مشرف خپل کور کې وساتل شي، چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه دی او د زندان یوه برخه بلل شوی.د محکمې په حکم د نواب اکبر بګټي د قضیې څېړونکې ډلې د دې قضیې په لړ کې جنرال پروېز مشرف نیولی دی.د یادونې ده، چې د جون په ۱۲ مه د کوټې جنايي پولیسو یوه ډله د جنرال مشرف د نیولو لپاره اسلام اباد ته رسېدلې وه. اسلام اباد کې داسې اوازې هم وې، چې ګواکې پرویز مشرف کوټې ته لېږدول کېږي.له دې مخکې دوو نورو دوسیو کې د مشرف ضمانت شوی، چې یوه دوسیه د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د وژنې او بل هم د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو غیر قانوني حبس کې ساتلو اړوند وه.د پرویز مشرف د نیولو په غوښتنلیک کې، چې محکمې ته وړاندې شو، یادونه شوې، چې د یو شمېر توندلارو ډلو له لوري پرویز مشرف ته د وژلو ګواښونه شوي. “پروېز مشرف، چې د پاکستاني پوځ پخوانی مشر دی، د یو شمېر توندلارو ډلو له لوري یې د سر بیه هم ټاکل شوې ده.”له دې سره پروېز مشرف، چې د پاکستاني پوځ پخوانی مشر دی، د یو شمېر توندلارو ډلو له لوري یې د سر بیه هم ټاکل شوې ده.محکمې د څارنوالانو غوښتنه ومنله، نظارت کې د تورن د ساتلو موده یې ۱۴ ورځې وغځوله او د روانې میاشتې جون ۲۷ مه یې دې قضیې کې د دلیلونو اورېدو نېټه وټاکله.د اډیاله زندان رییس مشتاق اعوان بي بي سي ته ویلي، چې د څارنوالانو ډله تر اوسه هغه فارم ته نه ده تللي، چې تورن پرویز مشرف په کې ساتل کېږي.د نوموړي په وینا د تېرو څو ورځو په اوږدو کې کوټې پولیسو له پرویز مشرف نه هېڅ ډول پوښتنې ګروېږنې نه دي کړې.