کور / تازه خبرونه / د خېبرپښتونخوا کابينې سوگند پورته کړ

د خېبرپښتونخوا کابينې سوگند پورته کړ

پېښور:د خېبرپښتونخوا درى گونديزحکومت ١٢ کسيزې کابينې د والي انجينرشوکت الله پروړاندې سوگند پورته کړ چې په کې شوکت يوسفزى ،يوسف ايوب ،شا فرمان ،علي امين گنډاپور،حبيب الرحمان شهرام ترکۍ،بخت بيدار،عنايت الله ،محمود ،ابرارحسين اومحمد عاطف شامل دي په دغو وزيرانو کې دپاکستان تحريک انصاف ٧، دقومي وطن پارټۍ دوه ، دجماعت اسلامي دوه اؤ دعوامي جمهوري اتحاد يو وزير شامل دى. اسرارالله گنډاپور ته دقانون اؤ پارليماني چارو ، شوکت يوسفزي ته دروغتيا اؤ اطلاعاتو، يوسف ايوب ته دکميونکيشن اينډ ورکس اؤ شهرام خان ترکۍ ته دکرکيلې عنايت الله خان ته دلوکل گورننس، بخت بيدار ته دبشري قوت اؤ انډسټرۍ، ابرار حسين ته دځنگلونو اؤ حبيب الرحمان ته دزکات اؤ عشر وزارت سپارل شوى.له دې وړاندې دجماعت اسلامي سراج الحق اؤ دقومي وطن پارټۍ سکندر شيرپاؤ دسينئر وزيرانو په توگه سوگند اخستى، سراج الحق ته ماليې اؤ شيرپاؤ ته دانرژۍ وزارتونه سپارل شوى .