کور / تازه خبرونه / د پاکستاني طالبانو ستونزې ډېرې شوې

د پاکستاني طالبانو ستونزې ډېرې شوې

اسلام اباد: د بي بي سي د راپور له مخې قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مشکلات زیات شوي، چې ویاند یې احسان الله احسان وایي، سیالو ډلو د ځایي لښکرو په ملاتړ سیمې کې د دوی پر مرکزونو د لویو عملیاتو پلان جوړ کړی دی.د طالبانو ویاند په دې ډېر اندېښمن دی، چې مخالفې ډلې په احتمالي برید کې د افغان طالبانو د ملاتړخبره کوي. احسان الله احسان وویل چې له افغان طالبانو څخه په دې تړاو سپیناوی غواړي او دا چې دوی چمتو دي د افغان طالبانو شکایتونه لیرې کړي،که د دوی په اړه موجود وي.هغه تور ولګاوه، چې افغان پولې ته څېرمه د مومندو په سیمې کې سیالو ډلو د پاکستاني ځواکونو ملاتړ هم تر لاسه کړی.هغه ادعا کړې چې غیرقانوني ډلې لشکرطیبه، انصار الاسلام او د البدر مجاهدین، قومندانانو د دوی مخالفو لښکرو سره په ګډه مومندو کې د دوی پر مرکزونو او د پلویانو په کورونو یې د لویو حملو لپاره تیاری کړی.کونړ کې د افغان طالبانو د یوه ځایي مشر حاجي متین په اړه ویل شوي، چې هغه هم پر طالبانو د برید برخه دی، چې تېر کال کونړ کې پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې یې زوی وژل شوی و. ځینې افغان طالبانو ورسته د حاجي متین او پاکستاني طالبانوترمنځ روغه کړې وه، خو د حاجې متین پلویانو دغه روغه منلې نه وه.افغان طالبانو په موندو کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د مخالفو ډلو د خپل منځي شخړه کې د مداخلې ادعاوې په کلکه رد کړې دي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل هېچا ته اجازه نه شته چې د افغانستان څخه بهرپه بریدونو کې لاس ولري. هغه د بي بي سي پوښتنې ته په ځواب کې وویل:موږپه خپل هېواد کې په پراخو عملیاتو بوخت یو او پالیسي مو داده چې د نورو په کارونو کې به مداخله و نه کړو”د البدر مجاهدین، قومندان بخت زمین په خبرو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد احتمالي عملیاتو کې د ډلې د رول خبره نه ده منلې.شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه بریدکې د طالبانو د یو مشر ولي رحمان مسید له وژل کېدو ورسته طالبان تر فشار لاندې راغلي.خو تر لاسه شوي معلومات ښیي چې مومندو کې د خالد په نامه د دې ډلې یو ځایي قومندان پرپاکستاني طالبانو د ممکنه برید لپاره چمتووالی ښوولی. د لشکرطیبه ویاند ډاکټر عبدالله غزنوي په مومندو کې د خپل ګوند د شتون خبره نه مني او و يې ویل، چې وسله وال یې یوازې د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو پر ضد جګړه کې بوخت دي.سره له دې ادعا، ترګوتو شوي معلومات ښيي چې سیمې کې د شیخ عبد الرحیم په نوم د دې ډلې یو مشر د پاکستاني طالبانو پر ضد پلان کې ښکېل دی.شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یو ورستې بریدکې د طالبانو د یو مشر ولي الرحمن مسید له وژل کېدو ورسته طالبان تر فشار لاندې راغلي، چې د دوی پر ضد په موندو کې د احتمالي لویو عملیاتو پیلېدل به ورته خورا زیاتې ستونزې پیدا کړي، چې کېدای شی په پایله کې یې دغه سیمې له لاسه ورکړي.