کور / تازه خبرونه / ايران : منځلارى نوماند عارف له سياليو ووت

ايران : منځلارى نوماند عارف له سياليو ووت

د ایران د جمعي د ورځي جمهوري ریاست په ټاکنو کي منځ لاري کاندید رضا عارف اعلان وکى چي؛ له سیالیو څخه وځي.
عارف په خپلي ویب پاڼه کي ویلي، پخواني منځ لاري جمهور رییس محمد خاتمي ورڅخه غوښتي چي؛ له سیالیو څخه ووځي.
ویل کیږي چي، د رضا عارف په څنګ ته کيدو سره به بدلون غوښتونکي بل یوازیني منځ لاري حسن روحاني ته رايه ورکړي.
د خاتمي مشورتي شوری وایي، له روحاني څخه د بدلون غوښتونکو د ډلي د کاندید په توګه ملاتړ کوي.
د دوشنبي په ورځ بل کاندید، د ایران د پارلمان پخواني رییس غلام علي حداد عادل هم له کاندیدو څخه منصرف شوی و.
حداد عادل، ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامیني ته نږدي کس بلل کیږي.

د جون د ۱۴ می انتخاباتو کي د پاته کاندیدانو ډير شمير یي د اسلامي رژیم محافظه کاره ملاتړي بلل کیږي