کور / تازه خبرونه / يوې محکمې د مشرف ضمانت منلى او بلي رد کړى

يوې محکمې د مشرف ضمانت منلى او بلي رد کړى

د پاکستان یوي محکمي د پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف ضمانت ومنلى، خوبلي محکمي رد کړى.
په اسلام آباد کي یوي محکمي په ۲۰۰۷م کال کي د جګ پوړو قاضیانو د نیولو په دوسیه کي د مشرف ضمانت منلى، خو د ورځي په سر کي د بلوچستان ایالت یوي محکمي د ۲۰۰۶م کال اګست میاشت کي د پوځي عملیاتو په جریان کي د بلوڅ سیاست وال “نواب اکبر بوګتي” د قتل په اړه، د مشرف ضمانت رد کى او دا ځکه چي نوموړی محکمي ته حاضر نسو.
تيره میاشت، د پخوانۍ صدراعظمي بي نظیر بوټو د قتل په دوسیه کي هم د مشرف ضمانت منل سوی و. په مشرف تور دی چي، د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر میاشت کي یي بي نظیري ته امنیت نه وو برابر کړی.
مشرف د روان کال په اپریل میاشت کي وطن ته ستون سو او له هغه وخت راهیسي په خپل کور کي نظر بند دی