کور / شعر / د کرکټ د لوبی اتلانو ته

د کرکټ د لوبی اتلانو ته

د لر او بر افغانستان د بېلابېلو سيمو البمونه


دوخت پاچا

داحساس وينه چليږي دغيرت د تن رګوکې
خدايه نورهم بری ورکړی د ننګونو ډګرو کې
د افغان بچي سرلوړ دي عادتونه دپښتوکې
قلم ويسه علم راوړه دعلميت په ميدانوکې
****
چې د کور نه را بهر شول ميندې پورته کړلاسونه
په دوعا اوپه سجدوکې پاک الله ته کړل سوالونه
د  بري  په  موخه  تلي  اوس  پناه  له  ډير  ملکونو
برۍ ټول ورته نصيب کړئ چې ګټي ټول ميدانونه
****
د وختوسترګې ړند ې دي دا ځوانان  مو اتلان  دي
پښتنې غيږکې لوې شوي دا دنګو غرو زمريان دي
خپل تاريخ به راژوندې کړې دغه هوډ دايي ارمان دی
خدايه ته يې مددګارشه دازمښت په لور روان دي
****
تورې شپي به رڼاکيږي سوله راکه مو په در شي
دونياټول به حيرانيږي که داتورې شپي سحرشي
داښايسته ښايسته ځوانان مودمودوقهرمانان دي
دادوخت پاچاته وايمه که ستاپری لږ نظر شي؟
****
اوس وياړني دپښتو شول خپل بري ته خوشحاليږي
داسمان په شينه لمنه کې سپين ستوري دي ځليږي
دوطن بيرغ په لاس کې پرمختګ په لورې يون دی
حفيظ هم ورته خوشحاله چې نړۍ پر دوې  وياړيږي



  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • د کرکټ افغان ملي لوبډله اتله سوه !


  • شهزاده مسود


  •  


  •  


  • ريس احمدزی


  • نور علي خان


  • نوروز خان منګل


  • محمد نبي


  • اصغر ستانکزی


  • کريم خان صادق


  •  


  •  


  •  


  • ګلبدين نايب


  •  


  • بشير ستانکزی


  •  


  •