په زړه پوري تازه رپوټ:
دجرمني دیوه بانک کارکونکي خزانه دار،چي دپیسودلیږدولو مسؤلیت يې په غاړه درلودي د(۲۲۲)میلیونویورودلیږددتیروتني په اړوندمحکمي ته غوښتل شوی دئ.
دبانک دغه خزانه دارمامورغوښته،چي دبانک دیوه مشتري( ۶۲،۴۰)یورودیوبل تقاعدی مشتری دبانک حساب ته ولیږي،دلته پرنوموړۍ مامورباندي دخوب غلبه راغله.دهغه دلاس یوه ګوته دکمپیوتردکیبورد پر(۲)لمبرعددباندي پرته وه.نوموړۍ یوولس ځله دکیبورد دوهم(۲) رقم ته فشارورکړی او (222,222,222.22)میلیونه یورویې دبانکي حساب څخه ومتقاعدکس ته ولیږدوله .دده نیږدی(۴۴)کلن همکارمامورهم دي تیروتني ته توجه ونکړه اودټاکلي پیسودمبلغ لیږدونه یې تصدیق کړله.
مګردغه تیروتنه څودقیقي وروسته دبانک دیوه بل همکارلخواه اصلاح شوله اوهغه لیږدول شوي (۲۲۲) میلیونه یوروبیرته دبانک حساب ته داخلې شولي، ولي دبانک دواړه کارکونکي دتیروتني په اړوندمحکمي ته راوغوښتل شول.
محکمي دتحقیق اوپلټونو په ترڅ کي پریکړه وکړه،چي دغه تیروتنه دخوب په وخت کي په غیری ارادي توګه ترسره شویده . محکمي دوی دواړو ته برائت ورکړی او بیرته خپلو دندوته ستانه شول.
دیادوني وړده ،چي په افغانستان کي په میلیاردونه ډالردخلکو څخه پټ اوپه سپینه ورځ غلاشول،ولي تراوسه پوري هیڅ کوم کس محکمي ته دجرم او غلاپه توردڅیړنولپاره محکمي ته نه دي غوښتل شوي.
کور / تازه خبرونه / په جرمني کي دیوه بانک خزانه داردبانک دحساب څخه( ۲۲۲)میلیونه یوروبل مشتری ته ولیږلي