کور / تازه خبرونه / په پښتونخوا کې عوامي نيشنل گوند ماتې ولى وخوړه ؟

په پښتونخوا کې عوامي نيشنل گوند ماتې ولى وخوړه ؟

پېښور(دلروبر ځانگړې راپور):د ٢٠١٣ کال د مۍ د ١١ مې نيټې په ټاکنو کې د پښتنو سترگوند ( عوامي نيشنل گوند ) ستره ماتې و خوړه که څه هم نړيوالو او سيمه ايزو سياست پوهانو پرې بيلا بيل اندونه څرگندکړل ، که څه هم موږ لږ تاريخ ته سر ورښکاره کړو نو د غه گوند او په ځانگړي ډول فخر افغان باچا خان د پښتنو د يووالي او ملي و حدت لپاره ډيرې هلې ځلې وکړې نو د فخر افغان زوى ولي خان او بيا ورپسې اسفنديار ولي خان، د فخر افغان بنسټيزې تگلارې ته تاوان ورساوه، کورنيو اختلافاتو بې باوره کړ او ځينو استخباراتي کړيو دغه گوند په خپل لاس کې واخيست خو کله چې واک ته ورسيد نو بيا هم دغه گوند له پښتنو څخه لري وساتل شو، ځينو سياسي، پوځي او نورو لاملونو له ستونزو سره مخ کړ خو د افغانستان سره د دغه گوند اړيکي له پخوا څخه ډيري نيږدې وې او ډير باور يې وربښلى وه خو د واک پر مهال يې له افغانستان څخه لرى والى خپل کړل، او په پښتونخواکې افغانان ډير وځورول شول خو د د گوند مشرانو به تل د هيواد د بيلوالى خبره کوله چې افغانستان جلا هيواد دى او پاکستان بيل حکومتي چارې يې بيلې بيلې دي غير قانوني بهرني که هر څوک وي نيول کيږي هغه که افغان وي او يا عرب بله ستره ستونزه د بريښنا نه شتون دى د پښتونخوا بريښنا کوټونو پنجاب روښانه کړى دى د خېبر پښتونخوا بريښنا په نيشت حساب ده که عوامي نيشنل گوند د سمې تگلارې او غوره دريځ په خپلولوله پنجاب څخه ډيره بريښنا تر لاسه کولى شوه،اوس عوامي نيشنل گوند گيله کوي چې د پښتونخوا پښتنو پښتون گوند ته رايه ورنه کړه د پنجاب خلکو مسلم ليگ ( ن ) د سند خلکو د خلکو گوند بريالى کړو او نيشنلستي او ملت پالنه يې وپالـــله او د پښتونخوا خلکو پردي بريالي کړل خو يوه خبره شته چې د پښتونخوا خلکو هم پښتانه بريالي کړي همدا اوس د خېبر پښتونخوا پر ايالتي څوکيو ټول پښتانه بريالي شوي خو گوندونه يې ملت پالي نه پالي د دې کمزوري په خپله نيشنل گوند ته ورځي د جماعت اسلامي سراج الحق پښتون دى د قومي وطن گوند مشر افتاب شير پاؤ پښتون وى د نيشنل گوند پر ضد خپل گوند پښتون پال کړ د گوند تگلاره او بيرغ يې ور بدل کړ او د پښتون سياست غږ يې پورته کړ له جماعت اسلامي او جميعت العلماء اسلام سره يې په چارسدې او دير کې يووالى خپل کړ دغو پښتنو پر گډ لاس عوامي نيشنل گوند ته ماتې ورکړه او بله داچې افتاب شير پاؤ ځان ته د ملي رهبر نوم هم ورکوي او غواړي چې په سيمه کې دولي خان ځاى ونيسي ،نيشنل گوند که د خدمت غږ پورته کوي خو پر سياست يې ځان نا خبره کړى بله دا چې د انتخاباتو پر مهال يې ځينو نا پيژندل شويو استازو ته پيژند پاڼې ورکړي چې خلک ورسره نه وو بلد نو هم دا لامل و چې پښتنو تري مخ وگرځاوه په سياسي هلوځلو کې هم برياليتوب نه لري که نه په پښتونخوا کې به بل سياسي گوند نه واى او يابه کمزورى واى همدااوس هم په پښتونخوا کې نور گوندونه په سياسي بهيرکې ترعوامي نيشنل گونده ډيرځواکمن دي