په كندهار كي ميشت خبريالان وايي چي په ورځنيو كارونو كي يي ستونزي مخ په زياتيدو دي او په وړاندي يي تهديدونه هم موجود دي .
خبريلان پر وخت معلوماتو ته نه لاس رسي ، د پوليسو له لوري ورسره ناوړه چلند او د بيلابيلو ډولو له لوري تهديدونه د ستونزو د زياتيدو علتونه يادوي .
كندهار چي د نورو ولايتونو په پرتله پكښي خبري موضوعات ډير تر لاسه كيږي ، خبريلانو يې د نى په ساحوي دفتر كي د يوې ناستي پرمهال خپلي ستونزي بيان او له دولته يې غوښتنه وكړه چي د خبريلان په وړاندي دي ستونزي نه پېښوي .
خبريالانو له نارينه وو ترڅنګ د ښځينه خبريالانو په وړاندي هم تهديدونه زيات وبلل .
د كليد راډيو مشر نثار احمد ازاد ، د نى د ساحوي دفتر مسول عبدالسميع غيرتمل او د كندهار پريس كلب مسول سيد سرور اماني د كليد راډيو د كاركوونكو سره د ترافيك پوليس له لوري ناحقه زورول وغندل او غوښتنه يي وكړه چي د دا ډول پېښو مخه دي ونيول سي او هم دي د پوليس په ليكو كي ټولنيز اخلاقي بدلون رامنځ ته سي
كندهار ميشت خبريالان وايې چې امنتي مسوولين او نور دولتي چارواكي د پېښو او نورو موضوعاتو په اړه معلومات هم پر وخت نه وركوي .
خو د كندهار د والي وياند جاويد فيصل د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د خبريالانو او دولت تر منځ د اړيكو ټينګولو ښه مركز يادوي او زياتوي چي دوي تل هڅه كوي څو د قانون سره سم ټول معلومات د خبريالانو سره شريك كړي .
كندهار ميشت خبريالان له هغه وروسته د يوي ناستي پرمهال خپلي ستونزي بيانوي چي تېره ورځ د ترافيك پوليسو له لوري د كليد راډيو كار كوونكي تهديد سوي وه .