زابل: نوي تازه خبروایې،چي نن سهارشپږوتنو وسله والو ځانمرګیانودزابل ولایت وداني تربریدلاندي راووسته. دزابل ولایت چارواکي دبریددتائیدترڅنګ رسنیو ته وویل،چي دولتي امنیتي ځواکونو دځانمرګو وسله والو بریدونه شنډکړل اوټول شپږتنه یې له منځه یووړل. دوی وایې چي اوس هلته حالت دډاډوړدي.
عیني شاهدان وایی،چي زوروري چاودنې دزابل ښارولړزاوي. دزابل دوالي مرستیال رسنیو ته وویل،چي ټول شپږتنه بریدګرپه ډزو سره ووژل شول، هغه زیاته کړه چي ( ۱۸) تنه امنیتي سرتیري ټپیان شویدي ولي هیڅ سرتیري نه دی وژل شوي.
وسله والو ډلواوطالبانو تراوسه پوري په دي اړه څه نه دي ویلي.