کور / تازه خبرونه / دهنددپوني پوهنتون څخه په سلګونو افغاني محصلین فارغ شول

دهنددپوني پوهنتون څخه په سلګونو افغاني محصلین فارغ شول

دهنددپوني ښاردپوني په پوهنتون کې سږکال شاوخوا دوه سوه (۲۰۰) تنو افغان محصلینو خپلي لوړي زدکړي بشپړي کړي ، دوی دتجارت، اقتصاد ،سیاست ، کامپیوټر،ساینس ،حقوقواو سیاسي علومو په څانګه کي خپلی زده کړي ترسره کړي. یادومحصلینو تیره ورځ شنبه دفراغت مراسم دیوي شانداري غونډي په ترڅ کي ،چي په پوني کي دسیمبیوسس کالج لخوا جوړه شوی وه ونمانځل . په دغه شانداري غونډي کي دهندوستان دبهرنیو چارو وزیرښاغلې رنجن متای، دجنوبې سوډان سفیر ښاغلي ډینیل پیټر اوتول، دسومالیی هیوادسفیره اغلي ایبیان محمدسلاح او نورو لوړپوړوچارواکوګډون درلودي.
راغلو میلمنوپه خپل وارټولو محصلینو ته مبارکي وویله اودوی یی وهڅول ترڅو خپل دهیوادپه ابادۍ کي په پوره توګه برخه واخلي. دغه پروګرام هرکال دنوموړۍ کالج لخوا په شاندارومراسموسره ترسره کیږي،چه پکښي د( ۴۹) هیوادونو محصلین برخه اخلي. دیادولووړده چي دپوني په پوهنتون کي اوس مهال د (۴۹ )هیوادونو محصلین زده کړي کوي ،چي اکثر محصلین پکي افغانان دي.
افغان محصلین ددولت څخه غوښتنه کوي چه دغو محصلینو ته دماسټرۍ بورسونه او دکار زمینه برابره کړي، ترڅو دخپلی ټولني او خلکولپاره دخدمت مصدر وګرځي.
دلراوبر ویب پاڼه ځوانوګرانو محصلینو ته په دوست اوګاونډۍ هیوادهندکي دلوړوزده کړودپشپړیدواوبریالیتوبو له امله دوی ټولوته دزړه له کومي مبارکي وایې ،اودوی ته دګران افغانستان دبیارغوني اوجوړوني په لاره کي ښي دندي اوستربریالیتوبونه غواړي.
موبارک موښه.
دخبررالیږونکي:عبدالاحدجبارخیل.