د نوي حکومت له پيلېدو سره سم په هيواد کي د بيا جوړوني چاري په چټکۍ سره پيل سوې. په دغو کارونو کي تر ټولو ډېره پاملرنه د ښووني او روزني پر لور ځکه سوه چي نړۍوالي ټولني دا درک کړې وه چي د دې هيواد تر ټولو لويه ستونزه ناپوهي او بې سوادي ده. نو د دغي ستونزي د له منځه وړلو لپاره يې په سل کي شپېته سلنه بودېجه د ښووني او روزني لپاره ځانګړې سوه؛ هغه وو چي د دولت هم تر ټولو زياته پاملرنه همدې برخي ته وه. تر کمه ځايه چي زما په ياد دي يوازي د کندهار په ولايت کي درې سوه شپاړس ښوونځى بيا فعاله سوې او تقريباً د يو سل او پنځوس ښوونځيو لپاره نوي ودانۍ د بيارغوني د ټيمونو له خوا او څه له پاسه د پرمختيايي بوديجې او بيا جوړوني له پيسو څخه بيا و رغول سوې.
ښوونځيو ته له سره څخه نوي سيسټمونه جوړ او درسي مواد ورباندي و وېشل سول او هغه په کندارى اصطلاح د ملي تجارو او بين الملي ټولني له خوا (من او خروار) مادي او مانوي مرستي له ښوونځيو سره و سوې. نړۍوالي ټولني د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د غوړو، بېسکوټو او نورو اړينو توکو ښې پرېمانه باران وکړ؛ تر څو افغاني ښوونه او روزنه پر پښو و دريږي او د دې سيک پکښي پيدا سي چي خپل له منځ تللى سيسټم يو ځل بيا را جوړ کړي. خو له بدمرغه، دې کار نه يوازي دا چي ښوونکي او زده کوونکي يې پر پښو و نه درول، بلکي لا يې له پښو و غورځول. د دې يوازنى لامل دا وو چي دا مرستي د يوه سيسټم له لاري تر سره نسوې؛ بلکي هر چا په خپل ډول او په خپل سر مرستي وکړې. که چيري دا مرستي د يوه سيسټماتيک پلان له مخي د خدمتونو په بدل کي او يا په بله اصطلاح، په مکافاتي توګه ورکول سوي واى، نو له يوې خوا به يې په خلګو کي د کارکوني او د زحمت په بدل کي د راحت احساس پيدا کړى واى او له بلي خوا به خلګ مفت خواره نه اموخته کېدلاى او همېش به د بل لاس په تمه نه پاته کېدلاى. تر ټولو اړينه خبره لا دا چي يو سيسټم به منځ ته راغلى واى؛ خو دا کار و نسو او بده پايله يې ټول اولس او هيواد د سر په سترګو و ليده.
له څه وخت تېرېدو وروسته لنډه مهال سوکالي يو ځل بيا په نا ارامۍ بدله سوه. د هيواد او اولس دښمنانو، د دولت مخالفو ډلو او اقتصادي مافيا يو ځل بيا په يوه او بل نامه د افغان ښوونځيو په سوځولو پيل و کړ او په عام اولس کي يې عامه ذهنيت داسي جوړ کړ، چي ګواکي په ښوونځيو کي خلګو ته کفر ښودل کيږي او د افغان اولس بچي له اسلامه اړه وي او هيچا ته يې د دې فکر ورنکړ، چي ښوونځي او مدرسه د يوې ټولني د چت دوې ستني دي چي د ېوې په نشتون کي يې بله هيڅ توان نه سي راوړاى. د همدغه ذهنيت په عامولو سره د هيواد دښمنان په دې بريالي سول، چي له هيواد سره خپله دښمني و پالي د دولت مخالفين په دې بريالي سول چي د دولت ضعف ښکاره کړي او اقتصادي مافيا په پرله پسې توګه په دې و توانېدل چي په وارو وارو ښوونځى جوړي او بيا په يوه او بل نامه ويجاړي او په پرله پسې توګه له نړۍوالي ټولني د بياجوړوني په نوم پيسې واخلي. داسي ښوونځي خو مو په لسګونه و ليدل، چي په يوه کال کي لس ځله و سوځول سول ا وبيرته و رغول سول؛ ګټه يې دښمن يو وړه او زيان يې اولس ته پاته سو.
خو دلته تر ټولو زيات پړ کسان مخالفين نه وه؛ بلکي هغه چارواکي وه، چي د ښووني او روزني لپاره يې پاليسياني جوړه ولې. هيچا تر اخيري شېبې پر دې حتا فکر هم و نه کړى، چي د دغو کارونو مخنيوى د کومي پاليسي له مخي وکړي او هيچا داسي يو سيسټم وړاندي نه کړ، چي له يوې خوا د هيواد د ښمنو ډلو مخه ډب کړي او له بلي خوا افغان بچي له زده کړو پاته نسي؛ کنې دا خبره ډېره ساده او اسانه وه.
که چير موږ افغاني ټولنه مطالعه کړو، له هغه وخته چي ايجاد سوې ده، په هره عقيده چي وه، پر هغه عيقده تل ټينګ پاتي او ژمن او سنتي خلګ وه. نو په دې اساس لازمه وه چي د هري سيمي له اولس سره په ګډه ناسته د هغوى په مشوره د زده کړي ښوونيځ مرکزونه جوړ سوي واى او نوم يې د هغې سيمي د خلګو له خوا (مکتب، مدرسه او يا هم ښوونځى) اېښودل سوى واى. دا د نوم اېښودلو خبره ځکه ډېره اړينه مسئله وه، چي که چيري په يوې کليوالي سيمي کي چاته د ښوونځي او يا هم مکتب نوم واخلې، نو دا يقني خبره ده چي په وړاندي به يې عکس العمل ښي او حتا له هغه چا سره چي ښوونځي له منځه وړي، د ښوونځي په له منځه وړلو کي مرسته هم کوي. مګر که چيري د مدرسې خبره راسي، همدا خلګ به پر دې مدرسه سر هم ورکوي او ساتي به يې هم. يوازي د نوم په مسئله کي که موږ له دونه ستره خطره ساتل کېدلاى سو. نو موږ ولي بايد يو داسي پلان نه واى درلودلى، د دې تر څنګ چي خپل ښوونيز هدف مو تر سره کړى واى او هم مو خپل اولس خوشاله ساتلى واى، هم به مو خپل له لاسه تللي پيسې ساتلي واى. دلته شايد ډېرو خلګو ته د دې فکر ور پيدا سي چي دا به ډېره محاله خبره وي چي په ټول هيواد کي دي مدرسې وي او ښوونځي او مکاتب دي نه وي. د دغه تشويش د ليري کولو لپاره تر ټولو اسانه خبره دا ده، چي په هيواد کي د ښووني او روزني وزارت سته، د نصاب امريتونه سته؛ موږ په ډيري اسانۍ سره د مدرسې تر نامه لاندي کولاى سواى چي يو خوندور نصاب، چي ټوله ابعاد پکښي خوندي سوي واى ځاى پر ځاى کړو.
دوهمه مسئله چي ډېره اړينه او مهمه مسئله ده، هغه دا ده چي په هيواد کي د اسلامي زده کړو لپاره هيڅ کار نه دى سوى. که چيري دولت د خپل سياسي دښمن د نفوذ د کمولو فکر درلودلاى، نو په ډيري اسانۍ سره يې کولاى سواى چي خپله منوره طبقه چي هغه زموږ علما او طالبان صاحبان دي په خپل کور کي خوندي کړي او د هغوى لپاره يې پراخ د زده کړو مرکزونه چي په نړۍواله سويه ښوونکي پکښي موجود وي او هر ډول اسانتياوي يې ورته برابري وي جوړ کړي واى او دوى ته يې چي د قدر وړ خلګ دي، د قدر په سترګه کتلي واى. اوس لا هم دې ته ناوخته نه دى. دولت کولاى سي چي ډېر ژر په هيواد کي يو پراخ اسلامي مرکز جوړ او د دغه مرکز له لاري په ټولو ولايتونو کي ديني مدرسې فعاله او د هيواد نوى نسل چي له هيواد څخه بهر دي، بيرته هيواد ته را وه بولي ترڅو له يوې خوا په هيواد کي له منځه تللي اسلامي بنسټونه بيرته راجوړ کړي او له بلي خوا د هيواد دغه منور قشر د پرديو د غلطو دسيسو ښکار و نه ګرځي.