کور / تازه خبرونه / دبدخشان اونورستان ترمنځ د سړک جوړولو کارپیل شو

دبدخشان اونورستان ترمنځ د سړک جوړولو کارپیل شو

خبریال زرداد شینواری ( پارون )
دبدخشان او نورستان ترمنځ په غرنۍ لاري کي دسړک جوړلو پروژه رسماً دنورستان والي تمیم نورستاني اودنورو ادارو د مشرانو لخوا پرانستل شوله.
یاده دسړک جوړوني پروژه دجامغه پارون په نامه یوه ساختماني شرکت ته ورکړل شوي ده. ددي شرکت مسؤول حاجي ظهور وایی، چي یادلس کیلومټره سړک به په غرنۍ سیمه کي تربدخشان پوري ورسیږي. دده په وینا چي شاوخوا پنځه لکه امریکایی ډالربه د یادي پروژي لګښت وي ،چی دولایت له بودیجي څخه ورکول کیږی اوپه شاوخوا یوه نیمه میاشت کي به یی کارونه بشپړ شی..
د نورستان والي ښاغلی تمیم نورستاني خوښي څرګنده کړه، چي په دی ورستیو کي په نورستان ولایت کي د بیارغونې کارونو پراختیا موندلي ده. نورستانۍ زیاتوي چي له دی لاري به د نورستان اوسیدونکی په اسانۍ سره وکړای چی بدخشان او بیا نوروولایتونوته تګ راتګ وکړي.
د یادولو و ړده ،چي اوس یوازیني لارد نورستان اوکونړترمنځ ده ،کوم چي نورستان یی له نوروولایتونو سره نښلولي، ولي دالاراوس دوسلوالومخالفینوپه لاس کي ده. د نورستان اوسیدونکي وایی، چي که چیري یاده لاره پرانستل شي نود دوی ډیري ستونزي به هواري شي .