کور / تازه خبرونه / وردګ : ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

وردګ : ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي په دغه ولايت کي يوويشت وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي او څلور کوچنيان هم وژل سوي دي .
د وردګو ولايت چارواکي وايي د نرخ ولسوالۍ د اول خيلو په سيمه کي دوه وسله وال طالبان هر يو شير ولي د ګل پاچا زوي او شريف الله د زين الله زوي هغه مهال ووژل سول،چي غوښتل يي د ملي اردو په ځواکونو د يوه کمين په ترڅ کي
بريد وکړي. همدا راږ د لومړۍ شهرا لويي لاري په توره تيګه سيمه کي يوه ځانمرګي چي غوښتل يي په اکمالاتي کاروانونو بريد وکړي،د امنيتي ځواکونو لخوا تر بريد وړاندي ووژل سو او د يادي لويي لاري د شيخ اباد په سيمه کي د امنيتي ځواکونو سره په نښته کي دوه وسله وال طالبان هم ووژل.
په همدي حال کي د دي ولايت د سيداباد ولسوالۍ په هفت اسياب
سيمه کي څلور وسله والو طالبانو چي غوښتل يي د سړک ترغاړي ماين ځاي پرځاي کړي،پري چاودلي،چي له امله يي دري وسله وال طالبان ووژل سول او يوبل چي وحيدالله د حاجي بلوچ زوي دي ټپي سو.
وسله والومخالفینوپه دي اړه څه نه دي ويلي.