هلمند: دهلمندولایت څخه رارسیدلي خبروایې،چي پرون دجمعي په ورځ دګرشک ولسوالي کي یوه محلي افغان پولیس خپل نږدي اووه پولیس ملګری په ډزو سره وویشتل او پخپله دسیمي څخه تښتیدلي دی.
دګرشګ ولسوالي امنیتي چارواکي وایې ،چي دغه پیښه دګرشک ولسوالي دزمبلي په سیمه کي را منځته شویده.ویل کیږي چي بریدګرپولیس دخپلو انډیولانو دوژلو څخه وروسته داړوندي پوستي ټولي وسلي او تجهیزات له ځانه سره وړي دي.
دطالبانو وسله والي ډلي رسنیو ته ویلي،چي بریدګرافغان پولیس ددوی کس وو.
دیادوني وړده ،چي دافغان پولیسو په لیکوکي داسي کسان ډیرشته چي دمخالفو ډلو سره نیغي اړیکي لري . ځکه چي ورته پیښي دافغانستان په شمالي ،غربي او شرقي سیمو کي هم منځ ته راغلي دي او پایلي يې ډیري خطرناکه ښکاري.