پېښور: په خیبر پښتونخوا کې واکمن اييتلاف د امنیت دټينگښت په اړه د مشورتي جرګې په نوم د امنیتي د ستونزو دمخنيوي لپاره د ټول ګوندیزې جرگې رابللو پريکړه کړې -په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوندونه وايي د دې مشورتي جرګې له لارې غواړي د امنيتي ستونزو د حل لارې چارې ولټوي-د اعلى وزیر له ماڼۍ نه د خپره شوی اعلاميې له مخې د آفتاب احمد خان شیر پاؤ په کور کې د خیبر پښتونخوا په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو غونډه و شوه چې په کې د جماعت اسلامي، تحریک انصاف،او قومي وطن گوند مشرانو تر څنګ اعلى وزیر پرویز خټک او آفتاب شیرپاؤ هم ګډون وکړ په دی غونډه کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر آئی جی پی احسان غنی د واکمن ګوندونو مشرانو ته دټولې صوبی د امنیتی حالاتو په اړه معلومات ورکړل ددی مشورتي جرګې په لړ کې د پاکستان تحریک انصاف ايالتي مشر او د پښتونخوا احتمالي د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي وویل((ټول ګوندیزې غونډې ډیرې بدنامې شوېدې نو ځکه مو د دې نوم مشورتي جرګه وټاکه ، موږ غواړو چې ټولو سیاسي ګوندونو سره مشورې وکړو او دا به يوازې زموږ د ګوند دريڅ نه وي بلکې د ټزلې صوبې دريځ به رامنځ ته شي چې موږ امنيت څه ډول ټينگښت ومومي او هغه دريځ موږ مرکزي حکومت ته وړاندې کړو چې په دې ډول امنيت راتلای شي او تاسوله موږ سره مرسته وکړئ دغه جرگه به دايالتي کابينې له جوړيدو وروسته راوبلل شي –