کور / تازه خبرونه / نړۍ واله ټولنه دي د قانون ماتوونکو له حمايته لاس واخلي

نړۍ واله ټولنه دي د قانون ماتوونکو له حمايته لاس واخلي

کندهار والي وايي نړيواله ټولنه دي د قانون ماتوونکو له حمايته لاس واخلي
کندهار والي نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ UNAMA له مرستيال مشر نيکولاس هيزم سره په ليدنه کي وويل چي نړيواله ټولنه دي د زورواکانو او قانون ماتوونکو له حمايت څخه لاس واخلي.
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا چي نن يې د خپل کار په دفتر کي د يوناما له دغه عالي رتبه مقام سره خبري کولې هغه ته وويل چي په افغانستان کي دسولي د رامنځ ته کېدو او د برابرۍ حقونو د موندني لپاره ضروري ده چي زورواکان نور پسې زورور نسي او نړيواله ټولنه يې ملاتړ بس کړي.
نوموړي زياته کړه چي مرستندويه هيوادونه او ملګري ملتونه دي د زورمندانو او قانون ماتوونکو پر ځاى له ځوانانو سره کار وکړي او هغوى دې ددې جوګه کړي څو د هيواد په مختلفو مسايلو کي بارزه ونډه واخلي.
کندهار والي د سولي په پروسه کي د پرمختګ او کاميابۍ لپاره د منځګړو او دريمانو له لوري د سولي خبرو د پر مخ بېولو وړانديز وکړى او دغه هڅه يې د امن او ټېکاو د راتګ لپاره اساسي هڅه وبلله.
هغه د افغان ملي امنيتي ځواکونه تقويه، د هغوى اکمال او تجهيز، د کدرونو روزونه او منابعو ته لاسرسى هغه لاري چاري وبللې چي په وينا يې کولاى سي د ايساف تر تګ وروسته هم هغوى له ټولو داخلي خطرونو سره د مبارزې او مقابلې لپاره چمتو کړي.
نوموړي د پوهني د بهير تقويه د خپلي ادارې د لومړيتوب په توګه ياده کړه او زياته يې کړه چي په ټولو برخو کي مسلکي کدرونو روزنه کولاى سي هم اوس او هم په آينده کي د افغانستان له شرايطو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کي د يوناما مرستيال ښاغلي نيکولاس هيزم وويل، فکر نه کوي چي نړيوالي ټولني په تېرو لسو کلونو کي څومره چي اړتيا وه، هومره اساسي تغير راوستلى وي.
نوموړي زياته کړه چي افغانستان په راتلونکو کلونو کي له يوه ډېر حساس پړاو څخه تيريږي او په دغه موده کي ددوى لپاره هم مهمه ده چي د خپلو فعاليتونو د څرنګوالي په اړه ډېر دقيق واوسي.
هغه له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغاني قواوو لپاره په امنيتي بخش کي د يو شمېر چالشونو او مشکلاتو د پېشبينۍ په کولو سره وويل، دوى هيله لري چي افغان ملي امنيتي سرتيري به له دې امتحان څخه په بريالۍ توګه ووزي.
نوموړي د نن په مجلس کي يادونه وکړه چي نړيوالي ټولني د افغانستان د اقتصادي ودي لپاره چندان توجه نه ده کړې او ضروري ده چي د انتقال په مرحله کي دغي برخي ته هم توجه زياته سي.