کور / تازه خبرونه / جنرال عبدالرازق : وسله وال تر سيميزو پوليسو په ښو وسلو سمبال دي

جنرال عبدالرازق : وسله وال تر سيميزو پوليسو په ښو وسلو سمبال دي

د كندهار سيمه ايز امنتي چارواكي وايي چي مخالفين تر محلي پوليسو په وسلو
سمبال او قوي تجهزات لري چي په ښكاره ډول يي ايران هيواد حمايه كوي .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د پنځ شنبي په ورځ يوي خبري
ناستي ته وويل چي كه څه هم محلي پوليس تر پخوا مجهز سوي ، خو مخالفين يې
تر دوي په وسلو او مهماتو مجهز وبلل او زياته يې كړه چي ايران هيواد
دامهال په ښكاره ډول د سرحدونو له لاري مخالفين حمايه كوي او قوي وسلي او
مهمات وركوي .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي په تيرو دوو مياشتو كي
په كندهار ، زابل او روزګان ولايتونو كي ځمكني ماينونو ۱۰۵ تنه ملكي كسان
وژلي او ۱۷۰ تنه يې ټپيان كړي دي .
په خبره يې چي د بهرنيو مخالفينو هدف د افغانانو وژل دي .
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ايران له لوري د وسلو او
مهماتو مرستي رد كړي .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدلرازق په دي خبري ناسته كي د ۵۱ تنو
وسله والو طالبانود وژلو او ۳۸ نورو د ژوندي نيولو خبر هم وركړ