څېړنغونډه ۱۳۹۲ ل. کل د غويي ۱۷
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه – کندهار پوهنتون
ددې ټولګۍ ګرده محصلين ۹۱ کسه دي، نهه، نهه کسه پر لسو ډلو ووېشل سول او دهري ډلي له پاره د څېړني د موضوع يوه، يوه برخه وويشه سوه، لس برخي په لاندي توګه وې:
۱- په ښوونځيو او مدرسو کي روزنيز اړخ
۲- د ټولني اغېزې پر اوسني پوهنيز سيسټم باندي
۳- د پلرونو او ميندو له خوا ښوونځيو ته د اولادونو د نه لېږلو سببونه
۴- پخوانی مروج او اوسنۍ پوهنيز سيسټم
۵- د ښوونځي ، مدرسې او خصوصي ښوونځي توپيرونه
۶- نوی نصاب او د ښوونکو سويه
۷- نوې تکنالوژي په پوهنيز سيسټم کي
۸- د ښځو د تعليم دکچي د کښته والي علتونه
۹- په لوی کندهار کي د ۱۲ فارغين، په کانکور کي شموليت او د آزمويني نتايج
۱۰- د ښوونځيو د ځولو علل
ددې څېړني له پاره ۸۴۳ مرکې سوي دي، ۸۲۴ پوښتنليکونه راټول سوي دي، د ۱۳۰ عامو خلکو نظر غوښتل سوئ دئ.، ۳۷ ښوونځي، ۱۶۵ ښوونکي، ۱۸۵ زده کوونکي د څېړني منابع دي، د څېړني ميتود په لويه کچه مرکه او پوښتنليک دئ.
د څېړني اقتصادي لګښت خپله محصلينو پرغاړه اخيستی وو. د څېړني پايلي د ۱۳۹۲کال د غويي په ۱۷ ورځ په کندهار پوهنتون کي د يوې څېړنغونډي په بڼه و ګډونوالوته وړاندي سوې، له بده مرغه چي د پوهني وزارت او رياست کوم استازي پکښي برخه اخيستې نه وه.
د څېړني پايله ښيي چي پوهنيز بهير په لوی کندهار کي د خلکو د رضايت او قناعت وړنه دئ او دخلکو له اړتياوو سره متناسب نه دئ. د څېړني د پایلو د جزیاتو لپاره دلته کلیک وکړئ.
– موضوع : پوهنیز سیسټم په لوی کندهار کي
– څېړونکي : بېلابېل محصلین
– لارښود استاد : څېړندوی شېر شاه رشاد
– انلاین چاري : مختار احمد احسان – د لراوبر ويبپاڼي برېښنايي کتابتون