رپوت ورکونکي: زرداد شینواري
دنورستان ولایت دوایګل ولسوالي شاوخوا دوه کاله وړاندي وسلوالوطالبانولاسته ورغلی ده ،یاده ولسوالي د وسلوالوطالبانواو نورو جنګیالیو لوی مرکز دئ .
خوددي ولسوالۍ دنیولو لپاره سلګونه امنیتي ځواکونوعملیات پیل کړیدي .دنورستان امنیه قومندانۍ دامنیت امیر سمونوال علام فاروق نورستانۍ وایی ،چی نن سهارسلګونه دافغان فوځ اوملي پولیسو ځواکونو د وایګل ولسوالۍ دنیولو لپاره عملیات پیل کړل.
نوموړۍ زیاتویي ،چی تر اوسه دري تنه وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.دده په وینا چي تر اوسه امنیتیي ځواکونوله کوم بریدسره نه دي مخامخ شوي، ولي د وسلوالولخوا په ډیرو سیمو کښي ماینونه ځای پرځای شوي، چی ډیرامنیتي ځواکونو یې تر اوسه له منځه وړي دي.
بل لوري د نورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار وایی، چی پر امنیتي ځواکونو وسلوالوبرید کړی او په سیمه کښی جګړه دوام لري .دده په وینا چي تر اوسه ددوی دوه رینجر موټر ونه ویجاړ شوي ،خو چاته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي .غرنۍ وایګل ولسوالۍ د جنګیالیو لوی مرکز دی، که چیری یاده ولسوالۍ له جنګیالیوونیول شي نو لیری نه ده چی ددی ولایت ډیری سیمي به امن شي.