د سوریي یاغیانو ومنله: چي حکومتي ځواکونو د لبنان پولي ته نږدي په ستراتیژیک ښار القصیر باندي بیرته واک ټینګ کى .
حکومتي ځواکونو په دغه ښار کي د یاغیانوپر ضد دري ورځي تهاجمي حملي وکړي
د سوريي دولتي تلویزیون نن سهار وویل، پوځ د حمص ولایت په القصیر ښار بشپړ واک ټینګ کړی، زیات شمير تروریستان یي وژلي او نیولي دي.
د سوریي حکومت یاغیان تروریستان بولي
یاغیانو په یوي اعلامیي کي ویلي، دوی له قصیر ښار څخه د حکومت د سترو ځواکونو، د خپلو لږو مهماتو او د حزب الله ډلي د ښکاره مداخلي له امله وتلي دي
د ایران ملاتړي د لبنان حزب الله ډلي، تیره میاشت اعلان کړی و چي د قصیر ښار په جګړه کي د سوریي د حکومت ملاتړ کوي..