کور / تازه خبرونه / ترکيه : مظاهرې لا دوام لري

ترکيه : مظاهرې لا دوام لري

په ترکیه کي د شپږمي ورځي لپاره د پولیسو او حکومت ضد مظاهره کوونکو ترمنځ نښتي دوام لري
راپورونه وایي، پولیسو نن سهار په انقره او استانبول کي د مظاهره کوونکو د خورولو په مقصد له اوښکي بهونکي غاز او اوبو څخه کار واخیست.
ویل کیږي؛ چي مظاهره کوونکو غوښتل په دواړو ښارونو کي د صدراعظم رجب طیب اردوغان د دفترونوپر لور لاریونونه وکړي.
د سي شنبي په ورځ د صدراعظم مرستیال بولینت ارینچ د مظاهره کوونکو پر وړاندي د قوي د استعمال بخښنه وغوښته، خو بیا هم مظاهري دوام لري. آرینچ وویل:
«دا غلطه ده ، د هغو کسانو پر ضد له زیاتي قوي کار واخیستل شي چي د چاپیریال ساتني په مقصد یي اعتراض کاوه. زه له دي امله بخښنه غواړم».
د امریکا متحده ایالاتو، چي په ناتو کي د ترکیي متحد دی، دا بخښنه یي ستایلي ده.
مظاهره کوونکي په اردووغان انتقاد کوي چي د دیکتاتورۍ لار یي نیولي ده