د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو او وسله والو په نښته کي یو پولیس او دري وسله وال مخالفان وژل سوي دي.
د نورستان والي تمیم نورستاني وویل، دا نښته نن سهار هغه مهال و سوه، چي وسله والو پر یوي امنیتي پوستي حمله وکړه
د نورستان د چارواکو په وینا دا نښته اوس پای ته رسېدلې.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.