کور / تازه خبرونه / شپږو افغان فوځيانو ته مرګ ژوبله واوښته

شپږو افغان فوځيانو ته مرګ ژوبله واوښته

دملي دفاع وزارت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي ويل سوي چي د افغانستان په بيلابيلو سيمو کي، د ملي اردو څلور سرتيري وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي. د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کي، چي نن رسنيو ته استول سوي ده، راغلي چي دغو سرتيرو ته په بادغيس، کندوز او کندهار ولايتونو کي مرګ ژوبلي اوښتي، خو د پيښو د کره وخت په اړه يي څه نه دي ويلي.
په خبرپاڼه کي دغه راز د دولت وسله والو مخالفينو ته هم، د مرګ ژوبلي اړولو او يو شمير وسلي او مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکول سوی دی. بل خوا وسله وال طالبان هم هره ورځ د ورځنيو امنيتي پيښو په اړه، رسنيو ته خبرپاڼو په استولو سره، لسګونو افغان او بهرنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعاوي کوي. د افغان فوځ په ليکو کي د مرګ ژوبلي د رامنځته کيدو خبر پر داسي وخت ور کول کيږي چي په دي وروستيو کي د افغان سرتيرو مرګ ژوبله ډيره سوي ده.
چارواکي وايي چي په ډيرو سيمو کي يي امنيتي مسئوليت په خپله غاړه اخيستي ځکه نو افغان سرتيري د ډيرو پيښو سره مخ کيږي او تلفات هم ور سره زيات سوي دي.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځي مخکي په خپله يوه وينا کي دا څرګنده کړي وه چي د افغان سرتيرو مرګ ژوبله زياته سوي ده او وسله وال طالبان دي د خپلو دي ډول بريدونو څخه لاس واخلي.