د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وایي،چي د لغمان په مرکز د مهاجرینو په ښارګوټي کي د یوي ښوونځي د رغیدو چاري بشپړي او نن ګټي اخیستی ته وسپارل سوه.
ځواک وايي،چي پر دي ښوونځي شاوخوا لس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
د لغمان د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخي اوس مهال په ټول لغمان کي ۲۹۱ ښوونځي دي،چي له دي ډلي يي ۱۵۱ يي ودانۍ نه لري.