کور / تازه خبرونه / ننګرهار : يوژورناليست د تښتوونکو له منګولو خلاص سو

ننګرهار : يوژورناليست د تښتوونکو له منګولو خلاص سو

په ننګرهار کي تښتول سوی ژورنالست د سړي تښتوونکو له منګلو خلاص سو
د ننګرهار د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال وايي،چي د ننګرهار د ملي تلویزیون کمره مین شفیق ښيوه وال،چي شاوخوا یوه میاشت وړاندي د بهسود پُل ته نیږدي سیمه کي ناڅرګندو کسانو تښتولی و راخوشي او کورنۍ ته وسپارل سو
څه موده وړاندي د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون کمره مین شفیق ښيوه وال د جلال اباد د بهسود پُل ته نیږدي سیمه کي د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول سوی و
ګردیوال وايي،چي دغه ژورنالست د امنيتي ځواکونو په هلو ځلو راخوشي سوی،خو په خبره يي د انسان تښتوونکو له ډلي څوک نه دي نیول سوي،ولي د نیولو هڅي يي رواني دي.
د ویلو ده،چي دري اونۍ وړاندي د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلي کپتان محمد نبي عیسی خيل پلار هم د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول سوی و،چي تر اوسه پوري د راخوشي کيدو په اړه څه نه دي ویل سوي.