یاده پيښه پرون مازدیګر ناوخته د غزني ښار د روضي په سیمه کي رامنځته سوي ده.
د غزني د ترافیکو مدیر محمدالله احمدي وایي چي پرون مازدیګر شپږ نیمي بجي د واده موټر له کابل څخه د غزني په لور روان وو د روضي په سیمه کي د عامه نظم له یو رنجر موټر سره ټکر سوی چي پکښي د ناوي په ګډون شپږ تنه مړه سوي او یو بل ټپي دی.
خو د غزني د ملکي روغتون مشر بازمحمد همت وايي چي دوی ته د پيښي څخه د شپږو تنو مړي او د ناوي په ګډون یي دري تنه په ټپي حالت کي وروړي دي.
همت زیاته کړه چي په مړو کي دوه ماشومان دوي ښځي او دوه نارینه شامل دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه