کور / تازه خبرونه / د ارزې اولسوالۍ لاري وسله والو تړلي

د ارزې اولسوالۍ لاري وسله والو تړلي

د لوګر د ولایتي شورا منشي حاجي درګل احمدزی وایي چي د ازري ولسوالي د تيرو دریو میاشتو راپدیخوا د وسلوالو طالبانو لخوا مخاصره او د اوسیدونکو د تګ راتګ ټولي لاري یي تړلي دي.
احمدزی وایي چي طالبانو په یاده ولسوالۍ کي تلیفوني خدمتونه هم په ټپه درولي دي چي له امله یي خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
حاجي درګل احمدزی چي د ازري اوسیدونکی ده زیاتوي چي خلک له غرنیو لارو تګ راتګ کوي او د سیمي خلک لومړینو اسانتیاوو ته هم لاسرسۍ نه لري.
د لوګر والي ارسلا جمال د ازري ولسوالۍ د خلکو ستونزي مني خو وایي چي لاري اوس نه بلکه پخوا تړل شوي وي.
نوموړی زیاتوي چي په دي ولسوالۍ کي اداره فعاله ده خو ولسوالۍ ته غزیدلي لاري د وسلوالو په ولکه کي دي.
ازره ډیورنډ په تپلي کرښه پرته د لوګر هغه ولسوالي دي چي وسلوال په اسانی له کرښي ولسوالۍ ته تګ راتګ کولای شي او وخت ناوخت تري د ناامنیو خبرونه ورکول کیږي