کور / تازه خبرونه / اولسمشر ترکمنستان ته تللى

اولسمشر ترکمنستان ته تللى

افغان ولسمشر د ترکمنستان، تاجکستان او افغانستان ترمنځ د اوسپني پټلۍ د جوړيدو د پروژي د پرانيستلو لپاره د يوه دولتي لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار ترکمنستان ته روان سو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کي راغلي، چي ولسمشر حامد کرزى به د ترکمستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره يو ځای، د دري واړو هيوادونو ترمنځ د اوسپني پټلۍ د جوړيدو دغه پروژه پرانيزي.
دغه راز سرچينه ليکي، چي حامد کرزى به په دغه سفر کي د ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانو د دي پروژي او د دري واړو هيوادونو ترمنځ په بيلابيلو برخو کي د اړيکو د پراختيا په باب هم خبري وکړي