د افغانستان د اسلامي جمهوريت لپاره د روغتيا د نړۍ وال سازمان عمومي مشر احمد فرح شادول نن له کندهار والي سره په ليدنه کي، د پوليو د له منځه وړلو په برخه کي ددغه ولايت له هڅو ستاينه او مننه وکړه.
ښاغلى شادول چي په افغانستان کي يې د ماموريت دوره مخ پر ختمېدو ده نن کندهار ولايت ته راغلى او دلته يې د خپل ساحوي مسؤل سره يو ځاى له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل.
د افغانستان لپاره د روغتيا د نړۍ وال سازمان تلونکي مشر همداراز وويل چي دوى د ولايتي ادارې د پېشنهاد سره سم د کندهار پوهنتون له کتابخانې سره د سلګونه طبي کتابونو مرسته کړې او نور هم پلان لري چي دغه برخه تقويه کړي.
هغه همداراز يادونه وکړه چي د ولايتي ادارې د پېشنهاد سره سم دوى پلان لري چي له ځينو بهرنيو پوهنتونو داسي يو قرارداد لاسليک کړي چي پر اساس به يې د کندهار ولايت لپاره په روغتيايي برخه کي مسلکي کدرونه وروزل سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د WHO له دغه مقام سره په ليدنه کي د پوليو د محوې لپاره د هر اړخيزو او همږغو هڅو پر مستحکم کېدو باندي ټنګار وکړى او زياته يې کړه چي له همدې لاري کېداى سي چي روان حالت ادامه پسې پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه چي د مسؤلينو ترڅنګ اوس عام وګړي هم په دې برخه کي ډېره توجه کوي او په دې پوه سوي چي د پوليو واکسين ددوى د کوچنيانو د سلامتۍ او ښه صحت لپاره څومره مهم او اساسي دى.
د بشري منابعو په برخه کي ستونزي او د مسلکي کدرونو نه درلودل هغه ستونزي دي چي د کندهار والي په خبره د پوليو د محوې په برخه کي يې لا ځيني ځايونه ستونزو ته لاره برابره کړې.
د هغه په خبره چي دوى په کندهار کي دپوليو مرض د له منځه وړلو لپاره يوه ښه کړۍ رامنځ ته کړې او غواړي چي خپلي هڅي په نژدې راتلونکي کي د زون تر سطحې ورسوي څو له هغو ولايتونو متوجه خطرات هم دفع سي.