کور / تازه خبرونه / د مڼې ګل مشاعره ترسره سوه

د مڼې ګل مشاعره ترسره سوه

دغه مشاعره چي نن (چهارشبنه) ترسره شوه په کي د هيواد له بيلابيلو سيمو او ولايتونو سلګونه شاعرانو او د شعر مینوالو برخه اخيستي وه .
په پيل کي د ميدان وردګ والي عبدالمجيد خوږياڼي پرانستونکي وينا وکړه او د خپلو خبروپه ترڅ کي د مڼي پر اقتصادي اړخ خبري وکړي او زياته يي کړه چي همداسي مشاعري د سيمي د محصولاتو لپاره يو کمپاين دی، چي نړيوالو ته يي ور پيژني. او له ټولو ليکوالو او د قلم له خاوندانو يي غوښتنه وکړه چي د سيمي په امنيت کي هم پوره ونډه واخلي.
ښاغلي خوږياڼي په خپلو خبرو کي دا هم وويل چي په ولايت کي يي له پخوا امينيت د ولسونو په همکارۍ ښه شوی او د ولسونو له همکارۍ پر ته امنيت راتګ ناشونی دی.
هغه دا هم وويل چي ليکوال بايد قلم په واقعي توګه وکاروي او د ټولني د سمي رهبرۍ لپاره تري ګټه پورته کړي.
ورپسي د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ مختار د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين پيغام ولوسته. په پيغام کي ويل شوي وو، چي مڼي ګل يوه دوديزه مشاعره ده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت خوښ دی چي په ميدان وردګ ولايت کي د مڼي ګل دولسمه مشاعره جوړيږي.
همدا راز د پوهني وزارت سلاکار ګل آغا احمدي وردګ د پوهني د وزير پيغام ولوسته په پيغام کي راغلي وو، چي ځوانان بايد زده کړو او خلک بايد د ښوونځيو د ودي او پراختيا په برخه کي له دولت سره مرسته او همکاري وکړي.
ورسته ازاده مشاعره وشوه چي لسګونه شاعرانو په کي د مڼي ګل په اړه هنري او بيلابيل شعرونه وويل، چي د ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه کيدل.
د مڼي ګل دا دوديزه مشاعره چي د سهار په نهه بجو پیل شوي وه ، د ماسپښين يوه نيمه بجه شاعرانو او ليکوالانو ته د جايزو په ورکولو سره پای ته ورسيده.
ياده دي وي چي وړمه شپه د مڼي ګل دو لسمي مشاعري په وياړ د غزل شپه هم برابره شوي وه چي د شپي تر ناوخته يي دوام وکړ.