اسلام اباد:د بي بي سي د خبر له مخې میا محمد نوازشریف به نن د دریم ځل لپاره د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي. د نواز شریف حکومت به له لومړۍ ورځې، له یو شمېر جدي ګواښونو سره مخامخ وي، چې په کې ناتوانه اقتصاد، توند لاري او پر قبایلي سیمو د امریکا ډرون بریدونه دي.، نواز شریف به هڅه وکړي، تر هرڅه دمخه د خپل هېواد اقتصاد پر سم لوري بوځي او دغه راز امنیت او ثبات راوليدواړو ډګرونو کې به نوموړی اړ وي، چې داسې حالت کې سختې خو سملاسي پرېکړې وکړي، چې تر ډېره د پوځ کنترول حاکم دی نواز شریف غواړي، له پاکستاني طالبانو سره خبرې وکړي، خو د یو شمېر شنونکو په وینا واک ته له رسېدو سره سم به نواز شریف د پاکستاني پوځ په هغه لید لوري هم غور کولو ته اړ شي، چې په تېر کې دغه ټولې خبرې نابریالۍ وې، ځکه نو له هغو جهاديانو سره یوازې جګړه د حل لاره ده، چې پاکستان کې دننه وسله وال بریدونه کوي.نواز شریف داسې مهال واک ته رسېږي، چې ناټو محاربوي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته چمتو والی نیسي او د طالبانو ضد جګړه مهم پړاو ته رسېدلې. “تېر کې میا نواز شریف پرلپسې د ډرون بریدونو ضد خبرې کولې، خو واک ته له رسېدو وروته به معلومه شي، چې نوموړی دې لړ کې څه ډول تګلاره غوره کوي.تېر کې میا نواز شریف پرلپسې د ډرون بریدونو ضد خبرې کولې، خو واک ته له رسېدو وروته به معلومه شي، چې نوموړی دې لړ کې څه ډول تګلاره غوره کوي.تمه کېږي، چې د چارشنبې په ورځ د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته نوموړی د همدې ورځې په ماښام، د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري په وړاندې لوړه وکړي.که څه هم پاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف ګوندونو د نوموړي په وړاندې خپل کاندیدان درولي، خو ویل کېږي، دا به یوازې رسمي بڼه ولري، ځکه میا نواز شریف په اسمبلۍ کې څرګند اکثریت لري.