د دوه زره څورلسم کال په را نږدې کېدو سره د افغانستان د روان دولت او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ډېر تودې او اميدوارونکي او د نا اميدى خبري رواني دي. نړۍواله ټولنه او افغاني سياستوال په خپلو کي هم د را روان دولت د جوړښت او د ساتني په اړه ګنګس دي او له ټولو لاره او ګودر ورک دي. افغان دولت د نړۍوالي ټولني، چي په سر کي امريکا کرار لري خبري ردوي او نړۍواله ټولنه د افغانستان د دولت. مګر په ډېره پيمانه سره د عام اولس پام نه چندان دې اړخ ته سته او نه هم ورته د اهميت وړ ښکاري او د دې يوازنى لامل دا دى، چي افغاني ټولنه نور له دغو ناخوالو سره يو ډول روږدې سوې ده. د عام خلګو د خبرو او د هغو له رويې څخه ښکاري چي را روان حالت د هغوى لپاره چندان د وراخطايي او خاصي پاملرني وړ نه دي. کىکه يوازي د هغو خلګو په پايڅو کي ايله ده، چي يا په اوسني سياست کي ښکيل دي او يا يې هم په افغانستان کي په پراخه پيمان سرمايه ګذاري کړې ده.
ډېرى خلګ په دې فکر دي چي د دوه زره څورلسم کال وروسته يو ځل بيا افغانستان پر څو پاچاهيو وېشل کيږي او ډېر بهرنيان هم د ورته فکر پلويان دي. مګر د خلګو له ډاډمن ژوندکولو او د نو نو کاروبارونو له پېلېدا څخه ښکاري چي د دې خلګو دا اندېښنه چندان د پام وړ ځکه نه ده، چي له يوې خوا د عام اولس د پوهي کچه لوړه تللې او د هيڅ ډلي او ټپلي تر شا به نه دريږي او له بله پلوه هغه کسانو چي پخوا به يې جنګي ډلي ټپلي ساتلې اوس په اقتصادي قوتونو بدل سوي دي او په هيواد کي يې سرمايه ګذاري کړې ده. نو هيڅکله به پرېنږدي چي يو ځل بيا افغانستان د جګړې مرکز سي او د دوى کاروبارونه په ټپه و دريږي. مګر د دغو دوو اميدوارونکو خبرو تر څنګ يوه د نااميدى خبره دا سته، چي هغه کسان چي ليري پاته سوي دي او څه په لاس نه دي ورغلي، هغوى به د يو څه د تر لاسه کولو لپاره حتماً ميدان ته راځي او جنګ به پيلوي. مګر د اوسنۍ نړۍ د حالت په پام کي نيولو سره د دغي اندېښنې د له منځه وړلو تر ټولو ښه دليل دا کېدلاى سي چي اوسنۍ نړۍ اقتصادي نړۍ ده او هغه څوک به برلاسي وي چي قوي اقتصاد و لري. نو قوي اقتصاد لرونکي کسان به هيڅکله څوک دې ته پرېنږدي چي د دوى اقتصادي ګټي له خطر سره مخامخ کړي. خو د افغانستان راتلونکې په سل کي اتيا سلنه پر را روان حکومت پوري تړلې ده چي څه ډول حکومت به و کولاى سي چي راتلونکې خوندي کړاى سي او يو پرمختللى نظام جوړ کړاى سي .
دا چي افغانستان يو ګڼ مليتى هيواد دى او تېرو څو لسيزو د هيواد د اولس تر منځ د مليتونو په نوم داسي خطرناکي کرښي کښلي دي چي د کلونو لپاره به موجودوي. دا کرښو دا بدبختي رامنځ کړې چي هر مليت په خپله خپله برخه پسي ګرځي. دا خبري د افغانستان راتلونکى دولت له يو لړ ننګونو سره مخامخ کړى دى. مګر له بده بخته دا خبره اوس لږ نوره هم خرابه سوې چي پخوا به خلګو يوازي د مليتونو په نوم خپلي برخي غوښتې، مګر ورستيو لسيزو يوه بله بدبختي و زېږول چي بېلابيلي سياسي ډلي ټپلي منځ ته راغلې او دا ځل به نه يوازي دا چي مليتونه به خپلي برخي غواړي، بلکي د يوه سوکاله او ارام افغانستان لپاره بايد د اپوزيسون په نامه ډلي ته بېله، دولت مخالفينو ډلو ته بېله او ازادو کړيو ته بيلي بيلي برخي ورکوي. بيا په عيني وخت کي يادي سوي ډلي بيا خپلي وړې وړې څانګي لري چي هغوى به بيا خپلي خپلي برخي لري.
مګر دلته دا کار ځکه نا ممکنه ښکاري چي تيرو لسيزو تقريباً زموږ اتيا سلنه اولس سياسي کړى دى او ټول اولس يو ډول سراښ سوى دى. هر څوک د دې توقع لري چي يوه ښه دنده يو ښه کور او يو ښه موټر ولري چي دا يوه ناممکنه خبره ده. نو د دغي ستونزي د حل لپاره موږ کولاى سو چي لاندي لاري د يوه وړ حل په توګه وړاندي کړو.
دولت او نړۍواله ټولنه بايد په ګډه سره د هغه وړ او رښتينو سياسي کسانو چي په دولت ، اپوزيسون او مخالف ډلو کي منسجم دي يو نوم لړ تيار او د هغه نوم لړ په پام کي نيولو سره دي يو پراخ ملي ټيم تشکيل کړي او بيا دي د دغه ټيم په مرسته سره را روان دولت يو انتصابي دولت جوړ کړي او هر مليت او ډلي ته دي خپله خپله ونډه ورکړې تر څو دولت په يو خاص چا پوري محدود پاته نسي او ټولي ډلي چي د افغانستان د اوسني ګډوډ سياست واګي يې په لاس کي په سياست کي دخيل او سياسي ګټي يې په را روان دولت کي خوندي سي. ځکه موږ د دريمي نړۍ خلګ يو او په دريمه نړۍ هيوادونو کي هيڅکله دولتونه انتخابي منځ ته نه راځي. له دې لاري به موږ توانېدلي يو چي له يوې خوا په هيواد کي سوله تامين کړو او له بلي خوا ټولي سياسي ډلي ټپلي چي يو بل ته يې سنګر نيولى دى يو بل ته اړ او ګټي يې شريکي کړو چي له يوې خوا به سيسټم منځ ته راسي او له بلي خوا به د دولت له تيت او پاشل کېدو مخه و نيول سي. مګر يوه خبره چي دلته د يادوني وړ ده، هغه دا ده چي دغه د دولت انتصابي کول به يوازي او يوازي د همدغي دورې لپاره وي. ځکه د هيواد روان حالت دا په ډاګه کوي چي راتلونکي کلونه به د اولس د پوهي کچه نوره هم جګه او رښتني انتخاباتو ته به لاره هواره سي.