پېښور:دخیبر پښتونخوا دایالتي پارلمان دغړي فرید خان له وژل کېدو وروسته یې پلویانو په لاريونونواو نیوکو لاس پورې کړ له پولیسوسره دلاريون کونکو اخ ډب رامنځته شو په پایله کې١٢ لار کونکي دپولیسو لخوا په ډزو وژل شوي ددې ترڅنګ یوشمېر هټي او دوکانونه هم سوځول شوي او په سیمه کې دپوهنتون دمحصلینو ازموینه هم ځنډول شوې ده دایالتي پارلمان دغړي فریدخان دجنازې مراسم ترسختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول سیمه ییز پولیس وايي قهرجنو لاریون کونکو په سیمه کې دطالبانو دیوه قوماندان محمد آصف کورته هم اور اچولی خبرزیاتوي چې دایالتي پالمان دوژل شوي غړي ورور ښاغلی فیصل دخپل ورور دجنازې په مراسموکې وویل پولیس ښه پوهیږي چې داکار چا ترسره کړی باید زرترزه دپيښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي