په ننګرهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د احمدزي جام شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ختيځ کرکټ اکاډمۍ کې د ملي سوداګر حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي مرسته پيل شوې چې په کې د ننګرهار اتو پياوړو لوبډلو برخه اخيستې ده.
پيل شوو سياليو په لومړى لوبه کې ختيځ کرکټ اکاډمۍ لوبډلې عربانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې عربانو لوبډلې له زيور شاه لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
په لومړى لوبه کې لومړى توپ وهنه عربانو لوبډلې وکړه په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د يوسلو پنځه ويشت منډو هدف وټاکه.
دغه هدف ختيځ کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اور کې پوره کړ.
په دوېمه لوبه کې د عربانو لوبډلې لخوا زيورشاه لوبډلې ته يوسلو ديرش منډو هدف زيورشاه لوبډلې په اسانې سره د ملي لوبډلې يوشمير لوبغاړو په مټ پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو په لسو اورونو کې پوره کړ.
په دغه لوبه کې جاويد شپيته او نسيم سرخرودي پنځوس منډې جوړې کړې.
يادونې وړ ده له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د حاجي حضرت ولي په مالي مرسته يولړ سيالۍ ترسره شوي دي.