د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چي نن له غرمي مخکي شاوخوا لس بجي ددي ولايت د سنګين اولسوالۍ په ملازو سيمه کي پر ولسي وګړيو بمي چاودنه سوي ده.
دده په وينا چي شپږ تنه ولسي وګړي د جګړي له امله له خپلو کورونو وتلي وه کله چي د جګړي د ختميدو وروسته خپلو کورونو ته راغلي بمي چاودنه پر سوي.
ځواک وايي چي بم د ولسي وګړيو د کور په دروازه کي ايښوول سوى وو کله چي وګړيو درواز پرانيسته چاودنه سوي ده.
هغه وويل چي په وژل سوو کي دري ښځي او دري نارينه دي کوم چي ټول وژل سوي دي.
سنګين د هلمند ولايت هغه ولسوالي ده چي د تيرو پنځلسو ورځو را په دي خوا پکښي جګړه روانه ده او په سيمه کي خورا ډير وسله وال طالبان او افغان ځواکونه يو له بل سره نښتي دي.
تر اوسه کومي ډلي د دې پېښي په اړه څه نه دي ويلي.