د مصر دولتي خبري اژانس ویلي:چي د اپوزیسیون یو مخکښ فعال ولسمشر محمد مرسي ته د سپکاوي په قضیه کي مجرم پیژندل سوی دی.
ځوان سیاسي فعال “احمد دومه” په ۶ میاشتي بند او د دوه زرو مصري پونډ په جریمه محکوم سوی دئ.
احمد دوما چي د تیري اپریل میاشتي له ديرشمي څخه زنداني وو، په پورت سعید ښار کي د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ له خونړیو شخړو وروسته ،اولسمشر مرسي ته د مجرم خطاب کړی وو.
څارنوالانو ویلي د احمد دوما فعالیتونو د خلکو امنیت او ګټي له ګواښ سره مخامخ کړي وې.
په عین حال کي د احمد دومه پلویان بیا له محکمي بهر راغونډ سوي ول او د نوموړي په ملاتړ ئې شعارونه ورکول .