د قطر د سوداګرو او پانګوالو یوه پلاوي له افغان اولسمشر سره د سوداګریزو چارو او په افغانستان کي د پانګوني په اړه خبري وکړې.
له ارګ څخه په خپره سوي اعلامیه کي ویل سوي چي: د قطر د سوداګرو د ټولني د مشر شیخ فیصل بن قاسم په مشرۍ قطري سوداګرو او ولسمشر کرزی په افغانستان کي د انرژۍ، هوټلدارۍ، بانکدارۍ، کرهني او روغتیايي خدماتو په برخه کي د پانګوني په اړوندو مسالو وږغيدل .
د افغانستان جمهور رییس قطر ته په خپل وروستي سفر کي هم د دي هيواد له سوداګرو او پانګوالو سره کتنه کړي وه او هغوی ئې په افغانستان کي پانګوني اوسوداګرۍ ته هڅولي ول.