کور / تازه خبرونه / د ملګرو ملتو شورا دي پر پاکستان فشار راوړي

د ملګرو ملتو شورا دي پر پاکستان فشار راوړي

د ملګري ملتونو امنيت شورا دي په خپل فشار د پاکستان د سرغړونو مخه ونيسي
ددي سره په يوه وخت کي چي د ميدان ودرګو او ځينو نورو ولايتونو چارواکو وويل:چي په افغانستان کي د کورنيو وسله والو سره يو ځاى بهرني وسله وال هم جګړه کوي، ور سره هم مهاله د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي، چي پاکستان د افغانستان په ډيرو چارو کي د وسله والو طالبانو سره ونډه لري.
له دي سره په يوه وخت کي پاکستاني ځواکونه د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونه کوي، او ډير کسانو ته يي مرګ ژوبله هم اړولي ور سره سم د کورنيو چارو وزارت وايي ،چيدپاکستان راکټي بريدونه ترهګريزو بريدونو ته ورته دي، او دملګرو ملتونو امنيت شورا او دافغانستان متحدين بايد هڅي وکړي ، چي پر خپل فشار د پاکستان د دغو سرغړونو مخه ونيسي،
له تيرو دوو کلونو راهيسي د پاکستان له خوا په وقفه يي ډول راکټي بريدونه دوام لري چي له امله يي ملکي کسانو ته مرګ ژوبه اوښتي او په سلګونو کورنۍ يي زيانمني او بي ځايه کړي دي،
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل د ايساف د وياند سره د يوي ګډي خبري غونډي پر مهال وويل موږ د پاکستان دغه عمل له ټولو نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه بولو، او د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا په جدي ډول غوښتنه کوو، چي ياده موضوع وڅيړي، له خپلو متحدينو مو هم غوښتنه دا ده، چي پاکستان پر خپل فشار له ورته سرغړونو منعه کړي.