کور / تازه خبرونه / فراه : په چاشوراب کي د ماين چاودني مرګ ژوبله اړولې

فراه : په چاشوراب کي د ماين چاودني مرګ ژوبله اړولې

د فراه د جوين اولسوالۍ په چاشوراب سيمه کي د ماين چاودني له امله دري ماشومان او پلار يي وژل سوي او مور يي سخته ټپي سوي ده.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي وويل: چي دغه کسان په يو سراچه موټر کي د اولسوالۍ له مرکزه د ذهک کلي ته پر لاره وو، چي نن سهار اوه نيمي بجي دماين چاودنه پر وسوه.
د سرچيني د معلوماتو له مخي، ټپي سوې ښځه د فراه مرکز ته د درملني له پاره وړل سوې.
د جوين اولسوال صمديار وايي: چي له وژل سوو ماشومانو څخه د يوه بدن په چاودنه کي ټوټه ټوټه او له منځه وړل سوى.
د دي چاودني مسووليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى.
د تيري مياشتي پر ٣١مه هم د فراه ولايت په پشت رود اولسوالي کي پر سړک د ځاى پر ځاى سوي ماين چاودني درې ملکي وګړي ووژل او دوه نور يي ټپيان کړل.