کور / تازه خبرونه / د افغان ځواکونو په هاوان کي ٤ اولسي وګړي وژل سوي

د افغان ځواکونو په هاوان کي ٤ اولسي وګړي وژل سوي

د افغان ځواکونو د هاوان د لګيدو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د کندوز سمیه ییز چارواکي وايي نن سهار شاوخوا ۳ بجي يي په چاردره کي ګډ چڼیز عملیات پیل کړيدي.
د چاردری اولسوالۍ په عیسى خیلو کلي کي د ځايي اوسیدونکیو پر کور د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله د یوي کورنۍ ۴ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اجمل پردیس چي دعیسي خیلو د زین العابدن منځني ښوونځي مدیر دئ په یاده پيښه کي ټپي دئ دهغه یو زوی وژل سوی او بل زوی او ورور يي ټپیان دي.
د پیښي ټپيان د کندوز سمیه اییز روغتون ته د درملنۍ په موخه ور وړل سويدي.
د سیمي یو اوسیدونکي دنوم نه ښوولو په شرط وايي چي دغه پيښه هغه مهال رامنځته سوه کله چي دولتي ځواکونو د درني وسلي څخه کار واخیستى او دهاوان مرمۍ د اجمل پردیس پر کور ولګیدله اوپه پايله کي دغه پيښه رامنځته سوه.
د کندوز امنیه قوماندانۍ ویاندوی سید سرور حسیني وايي، په دغو عملیاتو کي تر اوسه پوری درې د دولت مخالفین نیول سوي دي خو نوموړی دملکي تلفاتو په اړه مالومات نه لری.