پوليس ډېر غټ نوم دی يانې تاسو باور وکړی چې د خلکو د ټولنيز ژوند د دومره ډېرو مسوليتونو ,صلاحيتونو او سمبالښتونو نوم دی چې سړی نشي کولای ټول بيان او يا يې ترسره کړي. (پوليس) هغه کس ته ويل کيږي چې هر وخت او په هر ډول شرايطو کې (په جديت او سرعت سره عمل ترسره کړي چې دا دوه توکي يې د برياليتوب اساس جوړوي،د ټولو خلکو دين،مال، عقيده، ناموس، اقصادي پرمختګ او داسې نور هغه اساسي ټکي دي چې د يوه پوليس لخوا تل د هغې رعايت او ننګه بايد وشي.
(پوليس) بايد تر ټولو وړاندې په دين مکمل پوه او قايم القدم وي د خلکو د ټولو بنسټونو او روا اوليتونو ساتندوی ، دملي ګټو او وياړونو په وړاندې لاس پر نامه خو د همدغو ګټو او وياړونو په وړاندې د (جرم) کونکو په لاره کې همېشه بايد يو مانع او خنډ وي.
پوليسو ته په مسلکي درسونو کې دا نه ورښودل کيږي چې څوک؟ څنګه؟ چېرته؟او څه ډول؟ په ډزو باندې ووژني او يا يې هم په ډنډه باندې پښه او لاس ور ګوډ او مات کړي، بلکه پوليسو ته د داسې يوه قوي معيار له مخې روزنه ورکول کيږي چې هغه له پورتنيو کړنو او يا دا ډول لارښوونو څخه بيخي پاکه او لوړه ده.
پوليسو ته دا ورښودل کيږي چې د وطن او خلکو په ټولو بنسټونو،ښېرازيو او شتمنيو باندې له هرې خوا چې وي هر لوی او کوچنی تهديد چې رامنځ ته کيږي (دی) بايد ويښ،بيدار،ډاډه،چست او چالاکه وي او مطمن وي چې مخه يې نيولای شم.
خلک ګرم ندي په ښار کې چې په هره (رکشه) کې سفر کوي او يا له هرې کراچۍ څخه چې سودا اخلي نو يو ځل خو په منډه کې له يو چا څخه د پوليسو په اړه شکايت اوري دوی هېڅ ملامت ندي هره ورځ له دوی سره داسې پوليسان مخامخ کيږي چې (وضعيت اساس) نه پېژني او نه هم ( پښه پر ځای) وهلی شي.
د يوه ضرورت له مخې په قرار دادي ډول نيول شويدي خو زه يوه خبره ټولو ته کوم چې دا ډول کسان د (مسلکي پوليسو) نماينده ګي نشي کولای ځکه چې (مسلکي زده کړې) نلري.
مسلکي زده کړې د څه لپاره ضروري دي؟
موږ او تاسو ټول د پورتنۍ پوښتنې په څواب پوهيږو چې د ژوند په هره برخه کې چې وي (مسلکي) او (نامسلکي) يو له بله هغه که انسانان وي ، حيوانات وي او يا هم مفکوره او يا د کار د ترسره کولو ډول وي پرتله کېدای نشي. نو په دې اساس که څوک په ريښتيا سره وغواړي چې يو په کار پوه (مسلکي پوليس) و اوسي نو مسلکي زده کړې دې ترسره کړي.
کېدای شي په افغانستان کې ډېر داسې لوی افسران او جنرالان وي چې په فوق العاده ډول يې پرمختګ کړی وي خو زما په فکر تر څو چې د ښونيز ټولي د ژوند مرحله او هغه تدريسات کوم چې د (مسلکي پوليس) نورمونو،صلاحيتونو،امتيازاتو او محدوديتونو ته په پاملرنې سره په پام کې نيول شوي دي پای ته ونه رسوي زده يې نه کړي او عملي يې نه کړي زه تر هغې ورته (مسلکي او په کار پوه پوليس) نشم ويلای.
ځکه چې په اکادمۍ کې پرته له دې چې تدريسي مضامينو ته يې پاملرنه وشي د يوه (پوليس) فزيکي وجود داسې تربيه او روزل کيږي که څوک وغواړي له زړه نه يې زده او عملي کړي هغه بيا په عمر کې نه بايد کوم ډاکټر په سترګو وويني نه هم په کومو کړنګونو،جبو او دښتو کې بند پاتې شي په هغه ډول چې مناسبه وي په هر ډول چاپېريال او حالاتو باندې بايد حاکم او له هغې څخه ځان وويستلای شي.
تر ټولو مهم شی چې هغه انسان په شيبه کې يا په صفر او يا هم سلو کې ضربوي هغه حيا ده.
ټول استادان کوشش کوي چې هر محصل د هر ډول وړې او غټې بې حيايۍ په وړاندې په داسې بې حيا ډول جزايي کړي څو محصل د نور تعليمي ټولي په وړاندې په داسې ډول بې حيا او بې پته شي چې بيا کله هم تېروتنه،شوخي او بې حيا فعل ته اقدام ونکړي محصل په خپله مجبوريږي تر څو ناوړه افعال بد وګڼي او کله چې فارغيږي نو تر يوه حده يې دا مفکوره له ځانه سره اخيستي وي چې! لازمه ده يو (پوليس) په ښار، کلي، موټر، جومات لنډه دا چې په هر مکان او زمان کې له نورو عامو وګړو څخه لوړ خوی ، ښکلي او منظمه قيافه او درانده اخلاق ولري او دهر ډول وړې او غټې بې باکۍ پر وړاندې هغه که نظامي وي مالي او جسمي او يا هم د ژوند په نورو برخو کې وي د هغې په وړاندې بايد په جديت او سرعت سره عمل وکړي.
د ژوند د ټولنيز امن او د خپلو خلکو د ملي ګټو په پام کې تر بل هر څه ورته لومړيتوب ولري..
د ښې روزنې او تربيې په موخه هغه جسماني سزاګانې چې محصلينو ته ورکول کيږي هر محصل دې ته مجبوروي چې بيا يې د تکرار خواهش ونه لري ځکه چې د (جزايي) د کلمې دروندوالی بيا نشي زغملای. لکه سرچپه درول،په يوه پښه درول ضبط پروت هغه که ځای پر ځای وي او که متحرک وي مخ ته په څپېړو وهل،د تشنابونو او (کاغوش) د صفايی لپاره جزايي نيول او داسې نورې دې ته ورته سزاګانې د ډېرې وړې بې حيايۍ په وړاندې محصلينو ته ورکول کيږي.
ددې لپاره چې که څوک ځان په ريښتيا سره (مسلکي پوليس) جوړول غواړي او که څوک په ريښتيا سره شرم لري او ددې تر څنګ ټول ژوند په (وضيعت اساس) کې تېرولای شي نو کوشش او خواري د وکړي تر څو د څلور ويشت ساعته تقسيم اوقات يا مهال وېش په چوکاټ کې زده کړه،تربيه او روزنه ترلاسه کړي . بيا نو ټول عمر له دې څخه خلاص دی چې په ښار کې روان وي نظامي دريشي يې په غاړه کې وي له خولې څخه يې د سګرټو لوګی خيژي او په غوږونو کې يې په (ګوشکيو) کې د نازيا اقبال او يا هم احمد ظاهر نغمه ورچالانه وي ، يا جوارۍ ته کېني يا لاره ووهي، يا له کوم ظالم سره معامله جوړه کړي او يا هم د کوم مظلوم په غوښو ژوند تېر کړي. که هر څوک وغواړي په نظامي زده کړو کې او همدا راز په نظامي اوصولنامو کې دغه دوه لوی صفتونه په ځان کې په ډېره اسانۍ سره راپيدا کولای شي ، مسلمان اوسېدل او افغان اوسېدل (جرآت ،جديت او سرعت) بيا له دې وړاندې دوو ذکر شويو توکيو څخه په خپله راپيدا کيږي .
تر ټولو مهم شی زما په نظر چې له يوه عادي کس څخه پوه او مسلکي پوليس جوړوي هغه دادی چې : عسکر بايد په (حساس وضيعت) کې وي او غوږونه يې بايد په ځانګړي ډول د امر هر قانوني امر ته څک او منتظر وي تر څو په چستۍ او چالاکۍ سره اجرا شي. زما د ليکنې اصل لنډيز دادی چې که هر چېرته او په هر ډول حالاتو کې يوه (مسلکي روزل شوي پوليس کومه خطا، تنبلی، بې باکي او بې ننګي وکړه بيا نو حتمي ده چې د پوليسو اصلاحاتو ته ګوته ونيول شي خو که په ليرې پرتو محلاتو او سيمو کې خلک له داسې پوليسو سره مخامخيږي چې پورتني ياد شوي خويونه، اخلاق او مفاهيم يې نه وي ترلاسه کړي نو دا د پوليسو ګنا نه ده اودغه ډول کسا ن د پوليسو د نماينده په نوم مه نيسی او د پوليسو په استازيتوب يې مه تورنوی بلکه د پوليسو په ليکو کې يې موجوديت د وخت يو ضرورت وګڼی او تاسو داسې فکر وکړی چې د (ښار مسلکي ساتونکی) وجود نلري خو د ښار غل هم تر يوې اندازې پورې په خوږ ګوته کې نيول شوی دی.