کور / تازه خبرونه / دکابل پوهنتون استادانواومحصلینودعبیدالله عبیداستعفاوغوښته

دکابل پوهنتون استادانواومحصلینودعبیدالله عبیداستعفاوغوښته

کابل : دکابل په پوهنتون کي ددریواوونیوراهیسي دمحصلینواواستادانولاریونونه په خرپ سره روان دي. نن لاریون کونکواستادانواومحصلینودلوړوزده کړووزیر ښاغلي عبیدالله عبیددګوښه کیدوناري وهلي .
دوی وایې چي دلوړوزده کړووزیر ډیربی کفایته وزیردی اودوزارت دمدیر یت کاریې ډیرکمزوري دی.ددوی په وینا عبیدالله عبیددایران دولت مدافع وکیل دی اودایران ځانګړي هدفونه په افغانستان کي پلي کوي .دوي وایې چي دټولولاریونونوعامل اوعلت یواځي دلوړوزده کړووزیردی .هغوی ددولت نه ډیر ژردهغه ددندي څخه دګوښه کیدوغوښتنه وکړه.
لاریون ګډون کونکواستادانواومحصلینودولت وګواښاوي ،که چیري ددوي غوښتني ونه منل شي دوی به دکابل سړو کونو ته راووځي. بل لوري دلوړوزده کړووزیر پرځان باندي ټول تورونه ردکړی دي .
په کابل پوهنتون کي ددریواوونیوراهیسي دلاریون ،اعتصابو،اومظاهرلړۍ روانه ړده چي له کبله یې دکابل پوهنتون علمي فضا خړه پړه شوي اودناوړه سیاست نښې اونښاني ددي پوهنتون درسي پړاوته ډیر زیان رسولی دی . دځینوشنونکوپه انددبهرینواوکورنیوسیاستوالو لاس وهني دپوهنتون علمي څیره په ناپاکوناندریوبدله کړله اودمحصلینودراتلونکي علمي سویه او درجي لپاره یې ډیر زیان اړو لي دي .