کور / تازه خبرونه / هلمند : ٤٦ حافظانو ته د فضيلت بګړۍ ور وتړل سوې

هلمند : ٤٦ حافظانو ته د فضيلت بګړۍ ور وتړل سوې

د فضيلت دغه پگړى د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې د ولايت مقام
د دفتررئيس،د پوهنې رياست مسؤلينو،د مركزى دارالحفاظ سلگونوزده كوونكواود
لښكرگاه ښارسلگونواوسيدونكوگډون درلود وتړل شوې.
ددې مراسموپرمهال د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي د خپلې وينا په
ترڅ كې خوښي څرگنده كړه چې دا مهال لسگونه تنه هغه كسان فارغيږي چې د
الله ج سپيڅلي كتاب قرآنكريم ته يې پخپله سينه كې ځاى وركړى دى.
ده له فارغ شويوكسانووغوښتل چې نورې ديني اوعصري زده كړې هم وكړي ترڅوپه
راتلونكي كې په هغه برخه كې د خپلوكورنيوهيواد اوټولنې لپاره د خدمت جوگه
شي.
ورپسې د پوهنې رئيس محمد نسيم صافي وويل چې په هلمند كې د عصري زده
كړوترڅنگ ۱۱ فعاله ديني مدرسې هم فعاليت كوي چې پكې زرگونه تنه په ديني
زده كړوبوخت دي.
د نوموړي په وينا چې دا مهال د لښكرگاه په مركزدارالحفاظ كې ۷۰۰ ديني
زده كړې كوي اودوى دا امكانات په واك كې لري چې ددې ولايت په نوروسيموكې
هم ديني مدرسې پرانيزي خوده له خلكووغوښتل چې خپل اولادونه د ديني زده
كړولپاره وليږي