د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د سنګين اولسوالۍ اړوند د وسله والو او حکومت ترمنځ په نښته کي وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي چي پېښيه د يادي اولسوالۍ د هراتيانو او ملازو په سيمه کي له غرمې وروسته رامنځ ته سوې چي په پايله کي ئې ٢٤ وسله وال وژل سوي او ١٧ ټپيان سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.