کور / راپور / د پوهنتون د استادانو وظيفوي مصؤنيت دې خوندي وساتل شي

د پوهنتون د استادانو وظيفوي مصؤنيت دې خوندي وساتل شي

وروسته له هغې چې د کابل پوهنتون د يو شمېر هزاره توکمه محصلانو د اعتصاب په پايله کې د دغه پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي رييس او يو تن استاد له خپلو دندو ګوښه کړل شول، نو د هيواد په ځينو برخو کې يې پر ګوښه کېدو غبرګونه رامنځته شول چې دا دی نن په دې لړ کې د پکتیا پوهنتون ښوونکو هم خپل اعتراض او غبرګون څرګند کړ.

هغه غونډه چې په همدې تړاو نن دوشنبه د پکتيا پوهنتون په تلار کې جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه او پر دولت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت يې غږ وکړ چې د استادانو د ګوښه کولو پرېکړه دې بيرته واخلي.

په دې اعتراضيه غونډه کې چې په پای کې يې يو پرېکړه ليک هم صادر شو؛ دا غوښتنه هم وشوه چې وزارت بايد نه يوازې خپله پرېکړه بيرته واخلي؛ بلکې د استادانو د ګوښه کولو شرايط دې هم ژر تر ژره د قانون په هغه نوې مسوده کې درج او پوره روښانه کړي چې په پام کې ده ډېر ژر تصويب شي.

د پکتيا پوهنتون يو تن استاد پوهنيار ضياءالله احمدزي غونډې ته وويل چې د پوهنتون د استادو د ګوښه کولو پر مهال بايد د اعتراض کوونکو مراجعو د نيوکو پر موجه توب، حقيقت او بې پرېتوب غور وشي.

نوموړي وويل: (( لوړو زده کړو وزارت بايد هيڅ داسې فشار ته ځان تسليم نکړي، چې په پټو سترګو پرېکړې وکړي. نو اوس زموږ غوښتنه دا ده چې بايد د ليرې کړل شوي استادانو د حيثيت اعاده وشي، خو که د دوی حق ورنکړل شي، نو موږ به هم په درسي اعتصاب پيل وکړو.))

بلخوا د همدې پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد پوهيالي سلطان محمد حنفي وويل چې د پکتيا پوهنتون استادان هم د کابل پوهنتون د استادانو لخوا د شوي درسي اعتصاب ملاتړ کوي.

حنفي زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت بايد له داسې پرېکړو وړاندې پر دې فکر وکړي چې، آيا د دوی لخوا کېدونکي تصاميم د هيواد ملي ارزښتونو او باور ته ګټه او تاوان رسوي.

همدا ډول په هغه پرېکړه ليک کې د استادانو لخوا ترتيب او صادر شو، دا هم راغلي دي چې د کابل پوهنتون د استادانو کلک ملاتړ کوي، د ليرې کړل شويو استادانو د حقوقو په ورکړې سره دې يې د حيثيت اعاده وشي او د لوړو زده کړو وزارت د قانون په نوې مسوده کې دې د پوهنتون د استادانو، محصلانو او نورو کارکوونکو د وظيفوي مصؤنيت پر موضوع ډېر ټينګار وشي.

د پکتيا پوهنتون استادان دغه اعتراضيه غونډه وروسته له هغې کوي چې د کابل پوهنتون د دوو تنو استادانو په ليرې کېدو سره له کابو يوې اوونۍ راهيسې د دغه پوهنتون ټولو استادانو درسي اعتصاب کړی او دغه اعتصاب لا هم دوام لري.