کور / تازه خبرونه / دپکتیا ځانمرګي بریدلس زده کونکي یوپولیس اوڅلور ولسې وګړي ووژل

دپکتیا ځانمرګي بریدلس زده کونکي یوپولیس اوڅلور ولسې وګړي ووژل

پکتیا:دپکتیاولایت دڅمکنیودولسوالي دځانمرګی بریددوژلوکسانوشمیر ۱۵اودټپیانو شمیر ۲۵ تنوته ورسیدي. ددي بریدله کبله یوسیمه ییز پولیس څلورولسي وګړي اود ښوونځي لس زده کوونکي وژل شوي دي.
دپکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمي اوریاخېل رسنیو ته ویلي ،چي د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید پر موټر سایکل یوه سپاره کس د څمکنیو ولسوالۍ بازار کې دیوې لېسې مخې ته کړی دی.نوموړی وايي، له غرمې مخکې دغه برید، داسې مهال شوی، چې په سیمه کې بهرني او افغان سیمه ییز پولیس هم وو.
اوریاخېل وايي، چې په برید کې ۲۵ کسان ټپیان شوي، چې دوه په کې امریکايي پوځيان، یو افغان سیمه ییز پولیس او نورد ښوونځي زده کوونکي دي.څمکنۍ د پکتیا مرکز ګردیز ښار ختيځ کې له ګردېز ښاره نژدې اویا کیلومتره لیرې یوه ډېر نفوس لرونکې ولسوالي ده.که څه هم دغه ولسوالي له پاکستان سره ګډه پوله نه لري، خو د سرحد او څمکنیو ترمنځ یوه بله ولسوالي پرته ده.تر اوسه د پېښې پړه چا نه ده منلی.