د نيمروز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي وسله والو په دې ولايت کي پر حکومتي لوري بريدونه کړي .
چارواکي وايي چي وسله والو دا بريدونه په دلارام اولسوالي کي پر امنيتي پوستو کړي چي په پايله کي ئې يو پوليس او يو وسله وال وژل سوى او څلور پوليس او درې وسله وال ټپيان سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.