د پکتيا ولايت په څمکنيو اولسوالي کي د ماين چاودني پنځه پوليس ټپيان کړي .
دا چاودنه تېره ورځ غرمه مهال د يادي اولسوالۍ په اړونده سيمو کي پر پوليسو سوې .
د دې اولسوالۍ امنيه قوماندان محمد حس د پېښي پخلى کوي او وايي چي نور پکښي کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د دې چاودني مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى دئ.