کندهار والي د ملګرو ملتونو د اړوندو مرستندويه اداراتو سره په ليدنه کي له هغوى وغوښتل چي دلته په علمي او مسلکي برخه کي فعاليتونه زيات کړي او خپل بديل ددغه هيواد لپاره وروزي.
نوموړي د ملکي کارکوونکو د روزني له پاره د اوږدمهالو روزنيزو پروګرامونو د دايرېدلو غوښتنه وکړه او زياته ئې کړه چي په دې توګه سره کېداى سي چي افغانستان ته په کار پوه او وړ کسان وروزل سي او د پرديو له محتاجۍ څخه خلاص سي.
نوموړي زياته کړه چي افغان دولت کرار-کرار يوې بلي ډېري نوي پروسې ته داخليږي او هغه تر ٢٠١٤ کال وروسته د ټولو مسؤليتونو پر ځان منل دي چي کېداى سي په ځينو مواردو کي لا هم افغان دولت بهرنيو مرستو او همکاريو ته اړمن وي.
هغه يادونه وکړه چي پر دغه مهال د ملګرو ملتونو د مرستو له پاره لا زياته اړتيا ليدل کيږي او ضروري ده چي څو مياشتي وروسته ددغو اداراتو کارونه لا پسي پراخ او د افغاني ادارې سره په همږغي او هماهنګي سرته ورسيږي.
د نن ورځي جلسې ته راغلو د ملګرو ملتونو د مختلفو اداراتو رئيسانو او مسؤلينو د کندهار والي او د سکتوري ادارو رئيسانو ته د خپلو فعاليتونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.
دغو اداراتو چي د حکومتدارۍ د ودي، د تعليم او تربيې د پياوړتيا، د کوچنيانو د حمايې، د مور او کوچني د مړيني په راکمولو، د ظرفيتونو په جوړولو،د طبعې او غير طبعې افاتو سره د مبارزې کولو، ښاري پراختيا ته وده ورکولو او د بې ځايه کېدونکو او بيا راستنېدونکو سره د لاس نيوي په برخو کي يې کارونه کول ټولو خپل راپورونه او پلانونه واورول.
د يونيسف ادارې وويل چي دوى د مور او کوچني د روغتيا ساتني له پاره د عامي روغتيا رياست سره په ګډه ځانګړي اقدامات کړي او د ښوونکو په روزنه او د هغوى د وړتياوو په لوړولو کي يې کارنده ګامونه اخستي دي.
د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي د مهاجرينو، بې ځايه کېدنکو او بيا راستنېدونکو سره د مرسته کونکو ادارو UNOCHA او IOM مسؤلينو وويل چي د هيواد بهر او هيواد دننه يې د هغو افغانانو سره چي د بېلا بيلو علتونو له خاطره اړ سوي مهاجرت وکړي، يا بې ځايه سي، مرسته کړې او پر وخت يې د هغوى غم خوړلى دى.
دغو مسؤلينو ويل چي له پاکستاني دولت سره يې هم خبري کړي چي هلته مېشت افغان کډوال په زوره اړ نکړي چي خپل هيواد ته ستانه سي، خو په خبره ئې که فرضاً دغه ډول کوم کار صورت هم نيسي، نو دوى پوره چمتو والى لري چي له بيا راستنېدونکو کسانو سره مرسته او همکاري وکړي.